د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو توند غبرګون کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي “د ټاکنو پرته یو دیکتاتور” بللی.
ولسمشر ټرمپ ویلي چې په اوکراین کې د زیلینسکي محبوبیت ډېر کم دی او له همدې امله یې له انتخاباتو ډډه وکړه.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې شبکې Truth Social کې په یوه پیغام کې لیکلي: «زه له اوکراین سره مینه لرم، خو زیلینسکي ډېر کمزوری کار کړی، هېواد یې ویجاړ شوی او میلیونونه خلک یې بې دلیله وژلي دي. او دا بهیر دوام لري.»
د اوکراین ولسمشر د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد له ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې ټرمپ د روسیې د ناسمو تبلیغاتو قرباني دی او د هغه او اوکراین په اړه ناسمې څرګندونې کوي.

