رویټرز د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپور ورکړی چې په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو ډزې هغه افغان کړې چې په ۲۰۲۱ کال کې امریکا ته رسېدلی و.
له دې وروسته ټرمپ امر کړی چې هغه ټول افغانان بیا و ارزول شي چې د جو بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته انتقال شوي دي.
په ډزو کې د ملي ګارډ دوه غړي ټپیان شوي او شکمن بریدګر له ویشتل کېدو وروسته ژوندی نیول شوی دی.
یو شمېر امریکايي رسنیو د شکمن نوم رحمنالله لکڼوال یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړی ۲۹ کلن دی او د ۲۰۲۱ کال د تخلیې په جریان کې امریکا ته انتقال شوی و.

