د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي چې ایران غواړي له امریکا سره یوې هوکړې ته ورسېږي او د ده په وینا، واشنګټن هم د دې غوښتونکی دی.
ټرمپ ویلي چې ټاکل شوې نن د ټیلیفون له لارې له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي، ځکه د دواړو لورو ترمنځ د مخامخ لیدنې لپاره د ځای ټاکل او د ایراني چارواکو سفر ستونزمن بلل کېږي.
هغه ټینګار کړی چې ډېر ژر به له ایراني چارواکو سره مخامخ لیدنه هم وشي.
ټرمپ زیاته کړې چې امریکا پنځه ورځنی فرصت ټاکلی او که خبرې بریالۍ شي، نو کړکېچ به حل شي، خو که نتیجه ورنه کړي، امریکا به سخت بمبار ته دوام ورکړي.

