د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د فلسطينيانو د انتقال په اړه د پرمختګونو خبر ورکړ.
ټرمپ د دوشنبې په ماښام له بنیامین نتانیاهو سره خبریالانو ته وویل چې امریکا او اسراییل له هغو هېوادونو سره کار کوي چې غواړي فلسطینیانو ته یو ښه راتلونکی برابر کړي.
هغه وویل چې د اسراییل شاوخوا هېوادونو په دې برخه کې ښه همکاري کړې ده.
نتانیاهو هم وویل چې که خلک غواړي پاتې شي، پاتې کیدای شي او که غواړي ولاړ شي، باید دا زمینه ورته برابره شي، چې په اسانه لاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس مهال د اسرائیل مذاکراتي ټیم په دوحه کې د خبرو لپاره په چمتووالي بوخت دی.

