دوشنبه, اپریل 13, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:له اټومي وسلو پرته به له ایران سره هوکړه وشي، که...

ډونالډ ټرمپ:له اټومي وسلو پرته به له ایران سره هوکړه وشي، که نه هېڅ تړون نشته

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي چې ایران به هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي، او که دا شرط ونه مني، نو هېڅ ډول تړون به هم ونه شي.

هغه د هرمز تنګي په اړه ویلي چې امریکا به اجازه ورنه کړي چې یو هېواد نړۍ ته ګواښ وکړي یا ترې باج واخلي، او زیاته کړې چې ایران همدا کار کوي او امریکا به یې مخه ونیسي.

ټرمپ زیاته کړې چې د دوشنبې په سهار «سمو کسانو» له تهران څخه ورسره اړیکه نیولې او غواړي چې یوې موافقې ته ورسېږي.

هغه دغه راز ویلي چې ایران د تړون د ترلاسه کولو لېوالتیا لري.

ټرمي د جی‌ډي ونس او د امریکا د مذاکراتي ټیم ملاتړ هم کړی او ویلي چې ونس، سټیو او جرد خپل کار ډېر ښه ترسره کړی دی.

د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې امریکا به هېڅ داسې تړون ونه مني چې ایران ته د اټومي وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورکړي.

هغه په پای کې ویلي چې د ایران د جنوبي بندرونو سمندري محاصره پیل شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here