د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې پر هغو هېوادونو به تعرفې ولګوي چې د امریکا د ګرينلېنډ د کنټرول غوښتنې ملاتړ ونه کړي.
ټرمپ وویل: «موږ ګرينلېنډ د ملي امنیت لپاره اړتیا لرو، که نور هېوادونه زموږ سره ونه درېږي، ممکن تعرفه پرې ولګوم.
هغه ویلي: «زه د تعرفو پاچا یم، او د تعرفو پاچا یو عالي کار کړی.»
د راپورونو له مخې، د ډنمارک او ګرينلېنډ چارواکو سره د امریکا د دوه اړخیزې قانون جوړونکي ډلې د لیدنې هڅه کړې چې اړیکې نرمې کړي؛ خو ټرمپ په روښانه ډول تعرفې د فشار وسیله وبلله.
راپورونه وایي، د امریکا ځانګړي استازي پلان لري په مارچ کې ګرينلېنډ ته سفر وکړي، ترڅو د یوې ممکنه معاملې لپاره زمینه برابره کړي.

