د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې راتلونکې اوونۍ به د وینزویلا د مخالفانو له مشرې ماریا کورینا ماچادو سره وګوري.
ټرمپ فاکسنیوز ته ویلي چې له دې لیدنې سره لېوالتیا لري.
نوموړي د هغې لهخوا د نوبل سولې جایزې د وړاندیز هرکلی یې کړی دی.

ماچادو، چې د وینزویلا د مخالفانو مشره ده، ژمنه کړې ژر به خپل هېواد ته ستنه شي او ویلي یې دي چې د هغې تر مشرۍ لاندې غورځنګ د ازادو ټاکنو ګټلو ته چمتو دی.
بل لورته رویټرز راپور ورکړی چې ټرمپ ښايي دا مهال د نیکولاس مادورو له حکومت سره همکارۍ ته ترجیح ورکړي.

