د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په ماښام اعلان وکړ چې د پاکستان په غوښتنه یې د ایران پر وړاندې پوځي بریدونه او بمبارۍ د دوو اوونیو لپاره ځنډولي دي.
ټرمپ ویلي چې دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره یې خبرې وکړې.
د هغه په وینا، اسلاماباد د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د لنډمهاله اوربند غوښتنه یې کړې وه.
د امریکا ولسمشر ټینګار کړی چې دا ځنډ مشروط دی او یوازې هغه مهال به عملي پاتې شي چې ایران د هُرمز تنګي بشپړ، سمدستي او خوندي پرانیستلو ته غاړه کېږدي.
هغه دا هم روښانه کړې چې اوربند به دوهاړخیز وي او دواړه لوري باید ورته ژمن پاتې شي.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې امریکا د ایران له لوري د لسو مادو یو وړاندیز ترلاسه کړی، چې د هغه په خبره د راتلونکو مذاکراتو لپاره یو مناسب بنسټ بلل کېږي.

