د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په یوې تازه مرکه کې د وینزویلا د ولسمشر، نیکولاس مادورو، نیول د “یو بریالي او ستر عملیات” په توګه ستایلي.
ټرمپ ویلي، امریکا د وینزویلا پر ضد پراخ پوځي عملیات ترسره کړي چې په نتیجه کې مادورو او د هغه میرمن له هېواد څخه بهر شوي دي.
د سیبياېس نیوز د راپور له مخې، مادورو د امریکا د ځانګړو ځواکونو، په ځانګړي ډول د دلتا ځواک، په عملیاتو کې ونیول شو.
سناتور مایک لی هم د خپل ټویټ له لارې څرګنده کړې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، مادورو د امریکا د قضایي چارو د رسیدهګۍ لپاره نیول شوی دی.

