د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې واشنګټن د هند پر وارداتي توکو لګېدونکې تعرفه له ۵۰ سلنې څخه ۱۸ سلنې ته راکمه کړې ده.
د هغه په وینا، دا پرېکړه د هند له لوري له روسیې څخه د تېلو د وارداتو د بندولو په بدل کې شوې ده.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د هند له لومړي وزیر نرندرا مودي سره یې ټلیفوني خبرې وکړې.
نوموړي ویلي، مودي ورسره ژمنه کړې چې هند به له امریکا څخه د انرژۍ واردات د پام وړ زیات کړي او د نفتو او ډبرو سکرو د پېر کچه به تر ۵۰۰ میلیارده ډالرو پورې ورسوي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نوې هوکړې له مخې، هند به د امریکا پر توکو ټولې تعرفې صفر ته راکمې کړي، څو دوه اړخیزه سوداګري لا پراخه شي.

