جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:د روسیې او اوکراین سوله به ما جنت ته ورسوي

ډونالډ ټرمپ:د روسیې او اوکراین سوله به ما جنت ته ورسوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په طنزي بڼه ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې پای ته رسول کولی شي هغه جنت ته ورسوي.

ټرمپ دغه څرګندونې له فاکس نیوز سره په مرکه کې کړې.

هغه زیاته کړې چې اوس مهال په ښه وضعیت کې نه دی، او ویلي:«که وکولای شم هره اوونۍ د اوو زرو کسانو ژوند وژغورم، دا به یو لوی لاسته‌راوړنه وي.»

هغه زیاته کړې، که ممکنه وي، جنت ته تلل غواړي او دا به یو هغه دلیل وي، چې دی جنت ته رسوي.

هغه همداراز د سولې په برخه کې خپلو نورو اقداماتو ته اشاره کړې او ادعا یې کړې چې د ایران اتومي ظرفیت یې له منځه وړی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here