د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سيبيایس سره په ځانګړې مرکه کې تایید کړې چې د ایران د مذهبي مشر علي خامنهیي د وژل کېدو لپاره ترسره شوي امریکایي او اسرائیلي بریدونه بریالي وو.
ټرمپ ویلي چې دغه عملیات ډېر اغېزمن ثابت شوي او باور لري چې دا اقدام کولای شي له ایران سره د نويو ډیپلوماټیکو اړیکو لپاره زمینه برابره کړي.
هغه څرګنده کړې چې د خامنهیي له مړینې وروسته د ایران د رهبرۍ لپاره ځینې ښه کاندیدان موجود دي؛ خو په دې تړاو یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د ټرمپ په وینا، وروستي بدلونونه له ایران سره د شخړو د حل لپاره یو نوی فرصت رامنځته کوي او کېدای شي سیمهییز وضعیت نوې مرحلې ته داخل کړي.

