چهارشنبه, مارچ 4, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:د حماس او اسراییل د اوربند هوکړه د تلپاتې سولې لومړنی...

ډونالډ ټرمپ:د حماس او اسراییل د اوربند هوکړه د تلپاتې سولې لومړنی ګام دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «تروت سوشل» کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې د هوکړې پخلی کړی او ویلي یې دي چې بندیان به ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به تر «توافق شوي کرښې» شا ته لاړ شي.

ټرمپ دا اقدام د تلپاتې او پیاوړې سولې لومړنی ګام بللی او دا ورځ یې د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او متحده ایالاتو لپاره یوه لويه ورځ ګڼلې ده.

هغه همداراز د دې تاریخي موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د قطر، مصر او ترکیې د منځګړتوب ستاینه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here