د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې د ایران د وروستیو تحولاتو په اړه ویلي چې «درې ډېر ښه انتخابونه» لري؛ خو زیاته کړې یې ده: «اوس یې نه اعلانوم، پرېږدئ لومړی کار پای ته ورسېږي.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا علي لاریجاني به د ایران د دولت په مشرتابه کې رول ولري که نه، له څرګند دریځه ډډه وکړه او چوپ پاتې شو.
ټرمپ همداراز هیله څرګنده کړه چې د ایران پوځي ځواکونه، په ځانګړي ډول د سپاه پاسداران افسران، دې خپلې وسلې د ایران خلکو ته وسپاري.
نوموړي د وینزویلا تجربې ته په اشارې وویل: «هغه څه چې موږ په وینزویلا کې وکړل، زما په اند یو بشپړ او بېنقصه سناریو وه.»
ټرمپ د دې پوښتنې په اړه چې د علي خامنهاي تر مړینې وروسته باید څوک د ایران د حکومت مشري پر غاړه واخلي، کوم څرګند وضاحت ورنه کړ.

