د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې لیکلي چې د ایران ولسمشر، چې د هغه په وینا د خپلو پخوانیو مشرانو په پرتله «سختدریځه او ډېر هوښیار» دی، تازه له امریکا څخه د اوربند غوښتنه کړې ده.
ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي چې ایران د اوربند غوښتنه کړې، خو زیاته کړې چې امریکا به دا غوښتنه یوازې هغه وخت وڅېړي کله چې د هرمز تنګی بېرته پرانیستی، ازاد او خوندي شي.
هغه ټینګار کړی چې تر هغه وخته به امریکا د ایران پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

