د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د د ایران د مشرتابه دوه درجې له منځه تللې او اوس دا حکومت «درییمې درجې» ته رسېدلی دی.
ټرمپ د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو په اړه ویلي:«موږ په ایران کې ډېر کارونه ترسره کوو او رښتیا هم ښه فعالیت لرو.»
هغه زیاته کړې چې د خپل حکومت او د امریکا د پوځ کړنو ته له لسو نمرو ۱۲ تر ۱۵ نمرو پورې ورکوي.
نوموړي ادعا کړې چې د ایران پوځ له منځه تللی، سمندري ځواک یې نږدې بشپړ له منځه وړل شوی او د اړیکو سیسټمونه یې هم کار نه کوي.
هغه همدارنګه ویلي چې د ایران هوايي ځواک په بشپړه توګه له منځه تللی او د دې هېواد ۳۲ بېړۍ د سمندر تل ته تللې دي.
د امریکا ولسمشر د ایران مشران «ډېر بد او ناروغ» بللي او ادعا یې کړې چې هغوی د سړک غاړې بمونو له لارې د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو او معلول کېدو مسوول دي.
ټرمپ زیاته کړې چې خلک د امریکا د پوځ له کړنو اغېزمن شوي، په ځانګړي ډول د B-2 Spirit stealth bomber بمبار الوتکو له عملیاتو، چې د ده په وینا د ایران اټومي وړتیا یې له منځه وړې ده.

