د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ، د چهارشنبې ورځ د انبي سي تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د ایران مذهبي مشر علي خامنه ای «باید ډیر اندیښمن اوسي».
نوموړي وویل: «هو، زما په اند باید ډیر اندیښمن وي. لکه څنګه چې پوهیږئ، هغوی زموږ سره په مذاکره کې دي.»
دا خبرې په داسې حال کې شوي چې راپورونه د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو د منځپانګې او د ترسره کېدو د ځای په اړه اختلاف ښيي.
ټرمپ دوه اونۍ وړاندې هم په یوې بلې مرکې کې علی خامنهای «مریض سړی» او «د ایران د تباهۍ عامل» بللی و او ویلي یې وو چې «وخت راغلی چې په ایران کې نوي مشرتابه ته لار ومومو.»

