د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د امریکا میلیاردونه ډالره ارزښت لرونکي نظامي تجهیزات په غفلت سره په افغانستان کې پرېښودل شوي دي.
نوموړي ویلي، چې دغه تجهیزات له کوم دلیل پرته په افغانستان کې پاتې شوي.
هغه زیاته کړې، چې دغه وسایل د امریکا د نظامي وسایلو یوه کوچنۍ برخه ده.
ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي، چې په افغانستان کې پاتې نظامي تجهیزات به بېرته راوړي.
بل لورته د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې دغه تجهیزات د افغانستان ملي شتمني ده او هیچاته یې نه ورکوي.

