د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې حماس له اسرائیلو سره د ۶۰ ورځني اوربند طرحه ومني، څو د منځني ختیځ ثبات ته لار هواره شي.
ټرمپ دا طرحه “وروستی وړاندیز” بللی او ویلي یې دي چې دا به د قطر او مصر د منځګړیتوب له لارې حماس ته وسپارل شي.
نوموړي زیاته کړې چې د ده استازو له اسراییلي چارواکو سره د غزې په اړه مفصله او رغنده غونډه کړې، او اوس وخت رارسېدلی چې حماس هم د سولې لپاره عملي ګام واخلي.

