د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، هېله لري چې ډیر ژر د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وشي.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې فکر کوي اوربند ته نږدې شوی او ښایي راتلونکې اونۍ د دواړو لوریو ترمنځ اوربند وشي.
د امریکا ولسمشر له نړیوالو وغوښتل چې د دوی په څیر د غزې سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

