سه شنبه, مارچ 10, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:ایران په میناب کې د نجونو پر ښوونځي د برید مسوول...

ډونالډ ټرمپ:ایران په میناب کې د نجونو پر ښوونځي د برید مسوول دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران تورن کړی چې په میناب کې د «شجره طیبه» په نوم د نجونو پر یوه ښوونځي د برید مسوول دی.

ټرمپ ویلي: «د هغه څه پر بنسټ چې ما لیدلي، دا برید د ایران له لوري شوی دی.»

هغه همدارنګه ادعا کړې چې د ایران له لوري کارېدونکي مهمات خورا نادقیق دي.

په همدې حال کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګېسټ هم ویلي چې یوازینی لوری چې ملکي وګړي په نښه کوي، ایران دی.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې پر ایران د امریکا او اسراییلو برید کې په یاد ښوونځي کې تر ۱۶۰ زیاتې نجونې ووژل شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here