د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سهشنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې خبریالانو ته ویلي چې د امریکا وروستي پوځي عملیات د ایران پر اټومي تاسیساتو «بریالي» وو او دا هېواد یې سخت کمزوری کړی دی.
نوموړي ویلي، ایران اوس تر سختو، فلج کوونکو بندیزونو لاندې دی او دوی چې ترې هر څه وغواړي اخیستلی یې شي.
هغه زیاته کړې چې د اټومي تاسیساتو ضد حملو له امله د ایران زیربناوې سختې ویجاړې شوې، او ښايي کلونه وخت ونیسي تر څو بېرته جوړې شي.
ټرمپ د اټومي هوکړې په اړه ویلي، چې اوس یې له ایران سره په دې اړه مذاکرات لومړیتوب نه دی.
د یادونې ده، چې ایران بیا وايي، اسرائیل او امریکا دواړه یې مات کړي دي.

