د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د اوربند په اړه ویلي چې دا د نړیوالې سولې لپاره لویه ورځ ده.
هغه په ټروت سوشیال کې لیکلي چې ایران د دې هوکړې غوښتونکی و او نور ستړی شوی دی.
ټرمپ زیاته کړې چې نور اړخونه هم ورته احساس لري او امریکا به د هرمز تنګي د سمندري لارې د خلاصولو او ستونزو د رفع کولو په برخه کې مرسته وکړي.
هغه د دې هوکړې اقتصادي پایلو ته په اشارې ویلي: «ډېر مثبت اقدامات به ترسره شي او سترې مالي سرچینې به ترلاسه شي.»
ټرمپ ټینګار کړی چې ایران کولی شي د بیا رغونې بهیر پیل کړي او امریکا به د توکو د لېږد او په سیمه کې د حضور ساتلو له لارې د هوکړې د سم تطبیق څارنه وکړي.
د امریکا ولسمشر څرګنده کړې چې دا بهیر کولای شي د «منځني ختیځ طلایي عصر» ته لاره هواره کړي.

