د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي چې ایران د اوربند او خبرو اترو غوښتنه کړې، خو دی لا هم چمتو نه دی چې له ایران سره کومه موافقه وکړي.
ټرمپ ویلي چې که څه هم د احتمالي تړون ټول شرطونه یې لا نه دي روښانه کړي، خو یو مهم شرط به دا وي چې ایران باید د اټومي وسلو د ترلاسه کولو له خپلې هیلې څخه لاس واخلي.
نوموړي همدارنګه د ایران د نوي مشر مجتبی خامنهیي په اړه ویلي چې هغه باید د خپل هېواد لپاره یو هوښیار تصمیم ونیسي.
د ټرمپ په وینا، تر ټولو مناسب تصمیم به دا وي چې ایران تسلیم شي.

