د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي چې که له ایران سره توافق وشي هم، هېڅ ډول د یورانیم غنيسازي به نه منل کیږي.
نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې راپورونه خپاره شول چې واشنګټن تهران ته د درې سلنه محدودې غنيسازۍ اجازه وړاندیز کړې.
ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه “تروث” کې بایډن ته په اشارې ویلي، اتومات امضا باید له پخوا ایران منع کړی وای.
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې رویټرز وايي ایران د امریکا لیکلي وړاندیز ته منفي ځواب ورکوي، ځکه د غنيسازۍ حق پکې شامل نه دی.

