یکشنبه, اپریل 12, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ:ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته ونه رسېږي؛ د اسلام‌اباد مذاکراتو...

ډونالډ ټرمپ:ایران باید هېڅکله اټومي وسلو ته ونه رسېږي؛ د اسلام‌اباد مذاکراتو کې اصلي ستونزه همدا ده

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل تروت سوشیال کې د اسلام‌اباد د مذاکراتو په اړه لیکلي چې ناسته په عمومي ډول ښه پر مخ تللې او په ډېرو برخو کې هوکړې ته رسېدنه شوې ده، خو یوازې مهمه موضوع — اټومي مسئله — نه ده حل شوې.

ټرمپ زیاته کړې چې ایران د خپلو اټومي تمایلاتو له پرېښودو انکار کړی او همدې موضوع مذاکرات له خنډ سره مخ کړي دي.

هغه ویلي چې د ایران استازي په مهمه مسئله کې هېڅ انعطاف نه لري او ټینګار یې کړی چې په وینا یې ایران هېڅکله باید د اټومي وسلو ترلاسه کولو ته پرېنښودل شي.

ټرمپ دا هم ویلي چې که څه هم د خبرو په نورو برخو کې پرمختګ شوی، خو اصلي مسئله هماغه اټومي موضوع ده چې پرې هوکړه نه ده شوې.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here