د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې امریکا کولای شوه د افغانستان جګړه وګټي، خو د سیاسي پریکړو له امله دا هدف نهدی تر لاسه شوی.
هغه د امریکا د سمندري ځواکونو د ۲۵۰مې کلیزې په مراسمو کې وویل: «موږ د بریا لپاره جګړه بنده کړه؛ موږ به په اسانۍ سره په افغانستان کې بریالي شوي وای؛ خو سیاست مخه ونیوله.»
ټرمپ یو ځل بیا د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو غوښتنه تکرار کړې او ویلي، دا اډه د چین اټومي سیمې ته نږدې ده.
بلخوا، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، بګرام د افغانستان د خاورې برخه ده او هېڅکله به بهرنیو ته ونه سپارل شي.

