د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هغه هېوادونه چې د هرمز تنګی د ستونزو له امله د الوتکو د سون توکو له کمښت سره مخ دی، باید خپله د خپلې اړتیا د پوره کولو لپاره اقدام وکړي.
ټرمپ د خپلې ټولنیز شبکې په یوه پیغام کې ویلي چې هغه هېوادونه، لکه بریتانیا، چې د ایران پر ضد په عملیاتو کې یې ګډون نه دی کړی، اوس باید خپله د سون توکو د ستونزې حل پیدا کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې دا هېوادونه کولی شي له امریکا څخه د الوتکو سون توکي واخلي، یا دې پخپله د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره اقدام وکړي.
ټرمپ زیاته کړې چې امریکا نور نه غواړي د نورو هېوادونو لپاره امنیتي مسوولیت پر غاړه واخلي او هر هېواد باید د خپل دفاع توان زیات کړي.
هغه دا هم ویلي چې ایران سخت زیان لیدلی او د جګړې لویه برخه لا ترسره شوې ده.

