د اینبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ دورې لومړی بهرنی سفر پرون د سعودي عربستان له ریاض ښار څخه پیل کړ.
ټاکل شوې چې نوموړی له سعودي وروسته قطر او متحده عربي اماراتو ته هم سفر وکړي.
ټرمپ دا سفر «تاریخي» بللی او ویلي یې دي چې د سیمې د امنیت او ثبات لپاره مهم بحثونه به ترسره کړي.
ټرمپ به د منځني ختیځ له مشرانو سره د غزې جګړې، له ایران سره د احتمالي مذاکراتو او پراخو سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.
هغه مخکې له دې، په سپینه ماڼۍ کې ویلي و: «موږ د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر او نورو هېوادونو امنیت تضمینوو.»

