د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هيواد د کورنيو اعتراضونو په غبرګون کې لاسانجلس ته د ۷۰۰ ځانګړو سمندري ځواکونو او ۲۰۰۰ ملي ګارډ سرتېرو د لېږلو امر ورکړی.
دا ځانګړي ځواکونه پخوا افغانستان ته د طالبانو او القاعدې پر ضد لېږل شوي وو.
دا لومړی ځل دی په تېرو ۶۰ کلونو کې یو ولسمشر د ملي ګارډ ملاتړ لپاره دننه په هیواد کې فعال پوځیان ګوماري.
پوځ ویلي، دا ځواکونه د عملیاتو ۵۱ ډلې ملاتړ لپاره فعال شوي، چې د کورني امنیت لپاره بېړنی غبرګون چمتو کوي.
د دغو ځواکونو دنده تر اوسه څرګنده نه ده او د قانوني محدودیتونو له مخې، د نیولو یا اجرایي اقداماتو اجازه هم نه لري.

