د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال لپاره د کډوالۍ پر ضد د لا سختو تګلارو د پلي کېدو په موخه پراخ تیاری نیسي.
راپورونه ښيي چې د ټرمپ ادارې په پام کې لري د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره میلیاردونه ډالر نوې بودجې ځانګړې کړي.
د دغو پلانونو له مخې به په بېلابېلو ایالتونو کې پراخې چاپې زیاتې شي او د ناقانونه کډوالو د نیولو او له هېواده د ایستلو ظرفیت به په بېساري ډول پراخ شي.
سرچینې وایي چې د سرحدي ځواکونو، مهاجرتي پولیسو او توقیفځایونو شمېر به هم زیات کړل شي.
راپورونه زیاتوي چې دا اقدامات د ټرمپ د هغې تګلارې دوام بلل کېږي چې د ملي امنیت، د سرحدونو د کنټرول او د امریکا د کورنیو قوانینو د پلي کېدو تر شعار لاندې پر مخ وړل کېږي.

