د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د وروستیو مذاکراتو له ناکامېدو وروسته د هرمز تنګي په مهمه نړیواله لار کې د سمندري محاصرې د پیل اعلان وکړ.
ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ ټروت سوشیال وویل، سره له دې چې د خبرو پر ډېرو برخو موافقه شوې وه، خو د اټومي پروګرام پر مهمه موضوع کومه هوکړه ونه شوه.
نوموړي ادعا وکړه چې امریکايي سمندري ځواکونه به له همدې شېبې هره هغه کښتۍ محاصره کړي چې د هرمز تنګي ته د ننوتلو یا وتلو هڅه وکړي.
هغه همداراز اعلان وکړ چې هره کښتۍ چې ایران ته مالیه یا عوارض ورکړي وي، په نړیوالو اوبو کې به ودرول شي، او د ایران له لوري ایښودل شوي ماینونه به له منځه یوړل شي.
د امریکا ولسمشر ایران ته سخت ګواښ هم وکړ او ویې ویل، که هر ډول برید پر امریکايي یا ملکي کښتیو وشي، «سخت پوځي ځواب» به ورکړل شي.

