د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ د نوروز او نوي لمریز کال د رارسېدو په مناسبت، ټولو هغو کسانو ته مبارکي ویلې چې دا لرغونی جشن نمانځي.
ټرمپ په خپل بیان کې ویلي، چې د متحده ایالاتو له خوا، زه خپلې غوره هیلې د دې بختور جشن په مناسبت وړاندې کوم.
هغه دغه راز ویلي، چې نوروز یوه پخوانۍ عنعنوي لمانځنه ده او دا یو فرصت دی چې د تېر کال نعمتونه وستایل شي او د نوي پسرلي لپاره له هیلې ډکه روحیه چمتو شي.
هغه همداراز د نوروز نمانځونکي د بډایه کلتور او روښانه استعدادونو خاوندان بللي او ویلي چې دوی په ریاضیاتو، ساینس، حقوق، ټکنالوژۍ، او هنر کې مهم رول لوبوي.

