رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې لپاره د نړیوال ځواک د جوړولو په طرحه کې له پاکستان څخه د ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر له دې غوښتنې سره ټاکل شوې روانه اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي.
ویل شوي، که پاکستان په دې ځواک کې برخه وانخلي، د ټرمپ له ناخوښۍ سره به مخ شي؛ خو د ځواکونو لېږل به په کور دننه پراخ مخالفتونه هم را وپاروي.

