د عمان دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ او د عمان سلطان په یوه ټلیفوني تماس کې د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي خبرو ملاتړ لپاره د همکاریو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د راپور له مخې، ټرمپ په دې ټلیفوني تماس کې د امریکا او ایران ترمنځ د روانو مذاکراتو په برخه کې د عمان د هڅو قدرداني کړې ده.
بل لورته د ایران مذهبي مشر علي خامنهاي د خپل حکومت او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ترمنځ د خبرو اترو د لومړۍ مرحلې په اړه ویلي، چې دا یو سنجول شوی تصمیم و، او د خبرو پیل یې ښه عملي شوی دی.
د یادونې ده، چې د دغو خبرو دویم پړاو به د راتلونکې شنبې د عمان په کوربتوب ترسره شي.

