د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په داووس کې د «سولې شورا» په نوم د یو نوي نړیوال بنسټ منشور لاسلیک کړ، چې هدف یې د نړیوالو شخړو حل او د «تلپاتې سولې» ټینګښت بلل شوی دی.
د دې شورا دایمي غړیتوب یو میلیارد ډالر ټاکل شوی او شاوخوا شلو هېوادونو، د سعودي عربستان، ترکیې، مصر، قطر او پاکستان په ګډون، یې غړیتوب منلی دی.
که څه هم سپینې ماڼۍ په پیل کې دا شورا د غزې د بیا رغونې لپاره اعلان کړې وه، خو په رسمي منشور کې د غزې یادونه نه ده شوې.
بریتانیا د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د ممکنه ګډون له امله له دې شورا سره یوځای کېدل رد کړي، خو ټرمپ ویلي چې پوتین د غړیتوب بلنه منلې ده.
دا شورا به له ملګرو ملتونو سره همکاري وکړي، خو منتقدان وایي دا بنسټ ښايي د ملګرو ملتونو د بدیل په توګه جوړ شوی وي.

