د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د جګړې وزارت او نورو اړوندو ادارو ته یې سپارښتنه کړې څو د فضایي مخلوقاتو، احتمالي فضايي ژوند او ناپېژندو هوايي پدیدو (UAP) په اړه دولتي اسناد او فایلونه وڅېړي او د خپرېدو بهیر یې پیل کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې په خپلې ټولنیزې شبکې «تروث سوشال» کې کړې دي.
دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې پخواني ولسمشر بارک اوباما په وروستیو کې ویلي وو چې د فضایي مخلوقاتو په اړه خبرې «ریښتینې» دي، خو زیاته کړې یې وه چې دی په شخصي ډول له دغو موجوداتو سره نه دی مخ شوی.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ اوباما تورن کړ چې ګوندې «طبقهبندي شوي معلومات» یې افشا کړي دي.
نوموړي خبریالانو ته وویل: «زه نه پوهېږم چې ایا هغوی (فضایي مخلوقات) ریښتیني دي که نه.»
هغه د اوباما په اړه زیاته کړه: «ښایي د محرم معلوماتو د خپرېدو له لارې هغه له ستونزې وژغورم.»

اوباما همداراز ټینګار کړی چې د «فضايي موجوداتو له لوري زموږ سره د تماس» هېڅ کره شواهد نه شته، خو ویلي یې دي چې د کایناتو د پراخوالي له مخې د حیات احتمال لوړ دی.
بلخوا، د یوفوګانو په اړه عامه علاقه وروسته له هغه بیا زیاته شوه چې په ۲۰۱۷ کال کې د پنتاګون یو شمېر پخوانیو چارواکو د امریکا د سمندري ځواکونو هغه ویډیوګانې رسنیو ته ورکړې چې پکې ناپېژندل شوي الوتونکي اجسام لیدل کېدل.
دغه موضوع د دې لامل شوه چې د امریکا کانګرس د ۵۰ کلونو وروسته په ۲۰۲۲ کال کې د یوفوګانو په اړه لومړنۍ استماعیه غونډې ترسره کړي.
چارواکو هغه مهال ویلي وو چې ښایي دغه درېګوني شین رنګه څیزونه چې د یوې سمندري بېړۍ پر سر لیدل شوي وو، ډرون الوتکې وي.
له هغه وروسته، پنتاګون ژمنه کړې چې د ناپېژندو هوايي پدیدو په اړه به لا زیاته شفافیت رامنځته کړي.

