د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا غږ په ګډون د یاد هېواد د دولتي رسنیو کارکونکي په اجباري ډول رخصت کړي دي.
ټرمپ ویلي، چې دا کارکوونکي باید تر بلې خبرتیا پورې په تمه پاتې شي؛ خو ویلي یې دي، چې د یادو کارکوونکو معاشونه به ورکول کېږي.
د رویټرز د خبر له مخې، نوموړي همدارنګه د ازادۍ راډیو بودیجه هم لغوه کړې ده.
نوموړي تر دې وړاندې امریکا غږ د محافظهکارانو پر ضد په تعصب تورنه کړې وه.

