جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهډونالډ ټرمپ؛د امریکا د دفاع وزارت نوم "د جګړې وزارت" ته بدل...

ډونالډ ټرمپ؛د امریکا د دفاع وزارت نوم “د جګړې وزارت” ته بدل کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایي فرمان له مخې د دغه هېواد د دفاع وزارت نوم بېرته “د جګړې وزارت” ته واړاوه.

ټرمپ د فرمان د لاسلیک پر مهال وویل، د “دفاع” نوم ډېر تدافعي دی او امریکا اړتیا لري چې د اړتیا پر مهال تهاجمي دریځ هم ولري.

د فرمان له مخې، د دفاع وزیر او نور چارواکي کولای شي په رسمي مکاتباتو کې د “جګړې وزارت” او “جګړې وزیر” نومونه وکاروي.

ټرمپ ټینګار وکړ چې د ۱۹۴۹ کال راهیسې د نوم له بدلولو وروسته امریکا هېڅ لویه جګړه نه ده ګټلې او اوس وخت د تهاجمي تګلارې د بیا راژوندي کولو دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here