د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړه کړې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې خبرو کې، چې ټاکل شوې نن پنجشنبه په ترکیه کې ترسره شي، ګډون ونهکړي.
دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان وکړ، چې د مسکو د پلاوي مشري به استازي کوي، او خپله پوتین به ګډون نهلري.
ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، که پوتین هم حاضر وي، امکان لري چې دی هم انقرې ته لاړ شي.
ټاکل شوې دغه خبرې د ترکیې په منځګړیتوب د روسیې، اوکراین او نورو چارواکو ترمنځ وشي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نړیوالې هڅې یو بل ګام ګڼل کېږي.

