د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین سختدریځه او په بندیزونو کې ماهر بللی.
ټرمپ ویلي، چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره پخوانۍ خبرې نتیجې ته نه دي رسېدلي.
ترمپ د نیوزمکس شبکې سره په مرکه کې ویلي، درې ځله نږدې وو چې موافقه وشي؛ خو پوتین ناڅاپه خپل بریدونه بیا پیل کړل.
هغه ټينګار کړی، که جګړه دوام وکړي، واشنګټن به پر مسکو نوي بندیزونه ولګوي.
ترمپ مخکې هم روسيې ته ۱۲ ورځنی مهلت ورکړی و چې د اوکراین د جګړې د پای لپاره اقدام وکړي، که نه له سختو بندیزونو سره به مخ شي.

