د مصالحې شورا پخواني مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د نومیالي پښتو شاعر مطیعالله تراب د مړینې له امله خواشیني څرګنده کړې.
هغه ویلي، تراب په شاعرانه ژبه د ټولنې دردونه انځورول او تل یې انتقادي او اصلاحي دریځ درلود.
عبدالله دا مړینه د پښتو ادب لپاره یوه لویه ضایعه بللې او د هغه کورنۍ او دوستانو ته یې تسلیت وړاندې کړی.

