د جمهوري حکومت د چارو ادارې پخواني مشر ډاکتر فضل محمود فضلي په خپلو تازه څرګندونو کې د استعماري ځواکونو له لورې چې پاکستان یې د عملي کیدو چاره په غاړه لري د پښتنو ملتپالو رونډ آندو، سیاستوالو او پوهانو وژنه سیسټماټیکه او حساب شوې سناریو بللې.
ښاغلي فضلي له ۱۹۸۰مې لسیزې نیولې تردې مهاله د افغان پوهانو، لیکوالو او شاعرانو د یو شمیر مهمو مشاهیرو نومونه یاد کړي، چې په افغانستان او پښتونخوا کې په هدفي بریدونو کې وژل شوي.
ډاکتر فضلي لیکلي:«د پوهاند مجروح، جنرال کټوازي، پوهاند بشریار، پوهاند حبیبي، مولوي ریحان په کابل کې، جنرال قهرمان په هلمند کې، مولوي عبدالظاهر حقاني په جلال آباد کې، عارف وزير په وزيرستان کې، مفتي منیر شاکر او دغسې تر سوات او کوټې او کندهاره سلګونه حتا زرګونه تاثير ګذاره او خوله ور افغانان ترور شوي چې تر ټولو وروستي یې مولانا خانزیب دی چې ددې ډلۍ له قربانیانو څخه دی.»
د چارو ادارې مخکني مشر فضل محمود فضلي ویلي باید ددغه قتلونو له بنسټ اېښودونکو نيولې د هغو تر اوسنيو لارویانو او فکر پورې ټول وپيژندل شي او وغندل شي.

