پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په بنو کې د وژل شویو پوځیانو د جنازې پر مهال افغان طالبانو ته په ښکاره پیغام ورکړی دی، چې باید د اسلاماباد او ټيټيپي تر منځ یو اړخ غوره کړي.
ډان لیکلي، چې شهباز شریف طالبانو ته خبرداری ورکړی، که د پاکستان پر ضد وسلهوالو ډلو ته ځای ورکوي؛ نو د سیمې د ادغام او نړیوالې پېژندنې چانس به له لاسه ورکړي.
راپور زیاتوي، په وروستیو بریدونو کې لسګونه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د اسلاماباد پر طالبانو باور ټکنی شوی دی.
ډان زیاتوي، پاکستان ښایي له طالبانو سره محدودې او شرط لرونکې اړیکې وساتي، د سیمهییزو شریکانو په ځانګړي ډول د چین په مرسته فشار زیات کړي، او د کورني امنیت د پیاوړتیا لپاره پر سرحدي او استخباراتي تدابیرو ډېر تمرکز وکړي.

