سه شنبه, مارچ 17, 2026
Homeافغانستانډان ورځپاڼه:د خوړو نړیوال پروګرام کاروان د تورخم په دروازه کې د...

ډان ورځپاڼه:د خوړو نړیوال پروګرام کاروان د تورخم په دروازه کې د طالبانو حکومت د اجازې د نشتوالي له امله بند پاتې دی

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) کاروان د تورخم په دروازه کې د طالبانو حکومت د اجازې د نشتوالي او اداري ستونزو له امله بند پاتې دی.

ډان لیکلي، چې د پاکستان د ګمرک چارواکي چمتو وو چې د کاروان تصفیه وکړي؛ خو د جلال‌اباد دفتر اړین اسناد نه‌دي وړاندې کړي.

تمه ده چې نهه موټرې به د طالبانو حکومت له رسمي اجازې ترلاسه کولو وروسته افغانستان ته را واوړي.

د یادونې ده چې تر دې دمه تورخم یوازې د افغانانو د تګ راتګ لپاره پرانیستی او سوداګري پرې بنده ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here