د افغانستان لپاره د امریکا چارسمبالي ډان برون ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې اجرایوي فرمان له مخې هغه هېوادونه چې د امریکایانو د ناسم توقیف ملاتړ کوي، د سختو پایلو سره به مخ شي.
نوموړي ویلي چې دا پرېکړه یو بې ساری ګام دی او نړۍ ته یې د یو پیغام او خبرداري په شکل ویلي: ” که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی وګړې د معاملې لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.”
د یادونې ده چې د افغانستان د هوایي چلند د پخوانۍ ادارې مشر افغاناصله امریکایي محمود شاه حبیبي په ګډون ډیری نور د طالبانو حکومت په نامعلومو زندانونو کې تري تم دي.

