پنجشنبه, مارچ 12, 2026
Homeافغانستانچین:نړیوالو غونډو کې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ ته دوام ورکوو

چین:نړیوالو غونډو کې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ ته دوام ورکوو

کابل کې د چین سفیر مرستیال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو له حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سیاسي او اقتصادي مسایلو هم خبرې کړې دي.

د چین مرستیال سفیر باو جوهي ویلي چې د خپل هېواد سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here