د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند، لین جیان، د منځني ختیځ په وروستیو تاوتریخوالو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې زورزياتی هېڅکله د ستونزو د حل لار نه ده.
هغه ټینګار کړی چې روانې وسلهوالې نښتې یوازې کرکه او تاوتریخوالی زیاتوي.
لین جیان له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې ژر تر ژره پوځي عملیات ودرول شي او د وضعیت د لا خرابېدو مخنیوی وشي.
نوموړي زیاته کړې چې چین به د سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې جاري ساتي او غواړي په منځني ختیځ کې ژر تر ژره ثبات رامنځته شي.

