چین د ډونالډ ټرمپ لخوا د تعرفو لوړولو ته په غبرګون کې اعلان وکړ چې د امریکايي توکو او ادارو پر ضد به د تعرفو او محدودیتونو اقدامات ترسره کړي.
د چین د مالیې وزارت ویلي، چې له شپږو ورځو وروسته به پر ټولو امریکايي توکو ۳۴ سلنه تعرفې ولګول شي.
بیجنګ دا هم ویلي، چې له جمعې ورځې به امریکا ته د منځنیو او درنو کمیابه فلزاتو د صادراتو کنټرول پیل کړي؛ چې پکې ساماریوم، ګادولینیوم، تربیوم، ډیسپروزیم، لوتیتیم، اسکاندیم او ایتریوم شامل دي.
چین همداراز ۱۱ ادارې د نه باور وړ ادارو لیست ته زیاتې کړې دي او دغه اقدام یې پر دغه ادارو د بندیزولو د لګولو لپاره کړی دی.

