د چین د بهرنیو چارو وزارت د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې د نیول کېدو غندنه کړې ده.
دغه وزارت ویلي، دا اقدام د واشنګټن لهخوا سلطهغوښتونکی عمل دی او د نړیوالو قوانینو سرغړونه کوي.
چین ټینګار کړی چې د وینزویلا ملي حاکمیت ته باید درناوی وشي او د دې ډول اقداماتو له امله په لاتیني امریکا کې د امنیت او سولې لپاره خطر رامنځته کېدای شي.
یاد وزارت همدارنګه یادونه کړې چې چین او وینزویلا د انرژۍ په برخه کې نږدې همکاري لري او چین د تېرو شلو کلونو راهیسې د وینزویلا د تېلو لوی واردوونکی پاتې شوی دی.

